ایکنانیوز د یو اېس اې ټوډې له قوله راپور راکوي،، ویل سمیټ ویلي چې هغه په بشپړه توګه قرآن لوستلی او دا کار ئې د خپل ژوند د یوه معنوي لټون په بهیر کې ترسره کړی دی. هغه په بیګ ټایم پډکاسټ کې له عمرو ادیب سره په مرکه کې وویل؛ما یو سخت وخت تېر کړی او په خپل دننه ئې غور پیل کړی دی. ما د ټولو مقدسو کتابونو لوستل پیل کړل او په رمضان کې مې قرآن ولوست.
هغه زیاته کړه چې قرآن ساده او روښانه دی او د هغه لوستل د هر ډول غلط فهمۍ په له مینځه وړلو کې مرسته کوي.
د عربز ګاټ ټیلنټ پروګرام له لارې مشهوره شوې امریکايي سندرغاړې جنیفر ګروت د عربي ژبې په تلاوت سره خلک حیران کړل. هغې وویل چې د قرآن تلاوت د عربي ژبې او کلتور په ژوره پوهه کې ورسره مرسته کړې ده.
امریکائي اداکار ماهرشالا علي چې په ځوانۍ کې ئې اسلام قبول کړی، له قرآن سره د خپل ژور تړاو په اړه خبرې کړې دي. هغه وائي چې قرآن د هغه په معنوي ایمان او له خدای سره د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.
د بوکس لوبې پخواني اتل مایک ټایسن چې په ۱۹۹۰ کلونو کې ئې اسلام قبول کړی، ویلي چې قرآن د هغه په ژوند کې د ارامۍ او بدلون لامل شوی دی.
مشهورې سندرغاړې جنت جکسون ویلي چې قرآن د هغې په معنوي لارښوونه او د سولې او زغم په پوهه کې مرسته کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4280862